موږ له Cookies څخه کار اخلو، تر څو خپل خدمات درته بهتره کړو. په دې اړه نور معلومات زموږ د معلوماتو د خونديتوب په برخه کي موندلای سئ.
محلي چارواکي تاييدوي چې طالبانو له دوو کوچنيو بې پيلوټه الوتکو څخه په استفادې سره د کندوز ولايت پر پامير قول اردو باندې بريد کړی دی. په يوه بله پېښه کې لس سرتېري هم وژل شوي دي. مطلب ته ولاړ سی
په بریتانیا کې يوې څيړنې ښودلې چې هغه کسان چې د کرونا ناروغي يې تيره کړي وي په ډير احتمال سره به د دغي ناروغۍ پر وړاندي يوازي پنځه مياشتې خوندي وي. هغوی د انتي بادي په لرلو سره بيا هم کولی شي دغه ويروس انتقال کړي.
لرغون پوهانو تاييد کړې ده چې د خنځير يو انځور چې د اندونيزيا د سولاوېسي ټاپو په يوه سمڅه کې وموندل شو، څه باندې ۴۵ زره او ۵۰۰ کاله قدامت لري.
دغه ټکان د شپې له خوا د اندونيزيا په سولاويسي ټاپو کې خلک له خوبه راويښ کړل. لږ تر لږه ۳۴ تنه مړه او په سلګونو نور ټپيان دي.
د واوري یوه منظره ډیره ښکلې او زړه راکښونکې ده. خو په عین وخت کي د واوري هره دانه هم خپله ځانګړې ښکلا لري. د واورینو کریستالونو رنګارنګي او د هغو د جوړښت څرنګوالی په دغو انځورونو کي وګورئ.
د اروپايي ټولني د غذا د ډاډمنتوب ادارې له چینجیو څخه د غذايي موادو په ډول د استفادې اجازه ورکړه.
داسې ښکاري چې په آلمان کې د کرونا ضد تدابير لا اوږدیږي او لا پسې سختيږي. په دې هکله به ژر پرېکړه کيږي ځکه چې صدارعظمه نه غواړي چې نور وخت ضايع کړي.
د فاریاب په زندان کي په لسونو زندانیانو په ګډوډيو«پاځون» لاس پوری کړی دی. سیمه ایزو چارواکو ددغي پیښي په تایید سره ویلي دي چي ددغه پاڅون په نتیجه کي یو زنداني وژل سوی او پنځه نور ټپيان سوي دي.
د متحده آيالاتو پوځ خپل دغه هدف ته رسېدلی چې په افغانستان کې د ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راټيټ کړي. دغه کمښت ښايي د کانګرس له بېړنۍ پرېکړې سره په ټکر کې وي چې د دې مخه يې نيوله.
ساده جملې او ساده پيغامونه: د دونالد ترمپ ويناوې د هغه د پلويانو ډېرې خوښيږي. آيا ځای ناستی جو بايدن يې اوس خپل وېشلی ملت بېرته يو ځای کولی شي؟
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ، د بریښنا صادرات او دواړه هیوادونه د نوري فایبر له لارې هم وصل شول.
یوه الماني د خپلو ډیجیتالي پیسو بیت کوین ۲۲۰ ميلیونو ډالرو کوډ نمبر هیر کړی او اوس خپلو پیسو ته لاسرسی نه لري.
چین، ایغوریان او ترکیه، دا ټوله څه ارتباط سره لري؟ ایغوریان اصلاً ترکی اقلیت دی چي په چین کي اوسیږي. هغوی هلته په سیستماتیک ډول سره کړول کیږي او اکثرو یې ترکیې ته پناه وړې ده. هغوی ولي بیره لري چي چین ته به یې وسپاري؟
د واتس اپ له خدماتو څخه د ورځنۍ استفادې په اړه وروستي شرایط ددې باعث سوي چي د هغه ځیني کاروونکي ترې لاس واخلي او د واتس اپ نورو رقیبو اپلیکشنونو ته مخ واړوي. خو په دې هکله د خلکو د اندیښنو دلیل او د واتس اپ جواب څه دی؟
استول Facebook Twitter Facebook Messenger Web EMail Telegram Whatsapp Web
لنډ لینک https://p.dw.com/p/3nuxV
په داسې حال کې چې د سولې دوهم پړاو مذاکرات پیل شوي دي، هلمندي ځوانان وايي چې د سولې په روانو مذاکراتو کې باید اسلامي ارزښتونو ته پام وشي او دا چې جګړه باید ژر تر ژره ختمه شي. دوی پر طالبانو هم غږ کوي چې په حکومت کې ورګډ شي او د سولې دغه فرصت له لاسه ور نه کړي.
لنډ لینک https://p.dw.com/p/3nn4D
واورو او ورښتونو د یونان په لیسبوس ټاپو کې د کاراتېپه کمپ د مهاجرو ستونزې دوه برابره زیاتې کړي دي. دا ویډیو د دویچه ویله د همکارۍ رسنۍ مهاجر نیوز یوه همکار برابره کړې ده:
لنډ لینک https://p.dw.com/p/3nUwL
کندهار چې یو وخت د طالبانو د واکمنۍ پر مهال غیر رسمي پلازمېنه وه، یو شمیر اوسیدونکي یې د افغانستان سیاسي صحنې ته د طالبانو بیرته راتګ ته اندیښمن دي. په ځانګړي توګه ښځې نه غواړي هغه لاسته راوړنې یي چې په تیرو دوو لسیزو کې درلودلي دي بیرته له لاسه ورکړي.
لنډ لینک https://p.dw.com/p/3nTIb
دا صحنه به تاسې په ویرونکو فلمونو کې لیدلې وي چې د یوه کس پر بدن یا مخ خطرناک ماران ګرځي، خو په قاهره کې د مساج یو مرکز د دا ډول مساج له پاره سل مصري پاونډه ترلاسه کوي.
لنډ لینک https://p.dw.com/p/3myVc
ببرک اکبري تر اوسه د باليود سینما په دوو فلمونو، پانيپت او تورباز کې له سنجيدت سره کار کړی دی. دی وايي چې را روان فلمونه يې له انيل کپور او سني ديول سره دي. ښاغلی اکبري په سويډني فلمونو کې هم کار کړی دی. د هغه د ژوند او هنري فعالیتونو په اړه لا ډير معلومات په مرکه کې واورئ!
لنډ لینک https://p.dw.com/p/3mICu
په بن ښار کې د افغانستان جنرال قونسلګري غواړي چې ډیر ژر افغانانو ته د لا ډیرو آسانتیاو سره د تذکرو د ویش لړۍ پیل کړي.
لنډ لینک https://p.dw.com/p/3mGsV
مرکه: د کابل پولیسو د جمعې په ورځ په يوه کانټينر کې د ېوې ښځې او درو ځوانانو جسدونه وموندل. د دې پیښې لا ډیر جزئیات د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له ویاند، طارق آرين سره په مرکه کې اوریدلی شئ.
لنډ لینک https://p.dw.com/p/3luKT
په هرات کې هر کال د سړې هوا له کبله په لسونو نشه يان مړه کیږي او سږکال هم د دغو کسانو ژوند مرګ ګواښي. حکومت بیا وايي چې د ټولو معتادینو د درملنې او پالنې ظرفیت نه لري. له هراته راپور.